پېښور 29 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ولی باغ چارسده كښې د عوامی نېشنل ګوند ??در ایمل ولی خان، میاں افتخار حسین او نورو لارښودو سره ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په سیاسی صورتحال او امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع کرم ایجنسۍ د امن په خراب صورت حال د دواړو ګوندونو قیادت د اړخه په سخت تشویش څرګندونه وشوه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر د عوامی نېشنل ګوند قیادت په 05 دسمبر ګورنر هاؤس پېښور كښې رابللې شوي آل پارټیز کنفرنس كښې د شمولیت بلنه وركړه۔ ده ووئيل د صوبې د حقونو ترلاسه كولو او مسئلو حل لپاره سیاسی ګوندونه او قیادت په يو پلیټ فارم راجمع كولو ته اړتيا ده دغسې چې خپله شريكه مقدمه جوړولو سره وفاق ته وړاندې كړي۔ده ووئيل د صوبې حقونو، امن بحالولو او د پرمختګ مشن ترلاسه كو??و له رابللې شوي آل پارټیز کنفرنس لپاره به پخپله د سیاسی قیادت خوا له ځم۔د عوامی نېشنل ګوند قیادت د خېبرپښتونخوا ګورنر جذبه او هڅه ستائلو سره په دې اړه آل پارټیز کنفرنس كښې د بشپړه ګډون او هرممکن مرستي باور وركړو۔ د پاکستان پیپلز ګوند صوبائی ??در محمد علی شاه باچا، پخوانې ??در نجم ال??ین خان او پخوانې وفاقی وزیر ساجد حسین طوری هم په دې موقع موجود وو
Nguồn bài viết : Thống kê 2 số cuối giải đặc biệt theo năm